د سينهوا اژانس دخبر له مخې، امريکا، روسيې ، اوکراين او اروپايي ټولنې د اپريل په ١٧ مه نېټه په ژنيو کې د اوکراين د مسئلې په اړه خبرې اترې پيل کړې او ويې غوښتل چې د سياسي خبرو اترو له لارې د اوکراين بحران حل کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د اروپايي ټولنې د ډيپلوماټيکو او امنيتي تګلارو لوړپوړې استازې اشټن، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د اوکراين د بهرنيو چارو لنډمهالي وزير اندري دشتسي په يادو خبرو اترو کې ګډون درلود.
په ژنيو کې د م م په دفتر کې د اروپايي ټولنې پلاوي خبر ورکړ، چې د همدې ورځې په سهار به څلور خواوې څو ځلې دوه اړخيزې خبرې اترې وکړي او د همدې ورځې په ماسپښين به يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړي.
تر دې وړاندې امريکا او اروپا هيله ښودلې وه چې د ژنيو د خبرو اترو له لارې به د روسيې او اوکراين ترمنځ د مخامخ سياسي ډيالوګ لپاره فرصتونه برابر شي. امريکا څو څو ځله خبر داری ورکړ چې که روسيه په پرله پسې توګه د اوکراين ثبات خراب کړي، امريکا او اروپايي ټولنه به د روسيې د انرژۍ،بانکي چارو او د کانونو په شمول پر زياتو برخو بنديزونه ولګوي. خو روسيې ويلي چې د اوکراين په ختيځ کې ترسره شوي لاريونونه د ځايي روسي قوم له حقوقو څخه د اوکراين د اوسنۍ ادارې د سترګو پټولو نتيجه ده.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |