د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په اوولسمه نېټه په جنوبي کوريا کې د زمانې په نامه د يوې بيړۍ د ډوبېدو په پېښه کې سر ته د سختو زيانونو له امله د دغه هېواد ولسمشرې ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.
هغه وويل چې له بده مرغه دا خبره مې واوريده چې د زمانې په نامه بيړۍ ډوبه شوه او له امله يې زيات کسان وژل شوي او ګڼ شمېر کسان نور ورک دي، په تېره بيا پکې ګڼ شمېر ځوان زده کوونکي شته. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب او پخپل عنوان د مړه شويو کسانو کورنيو ته خواخوږي څرګندوم او ورڅخه د حال احوال پوښتنه کوم. د چين او جنوبي کوريا د خلکو ترمنځ ژوره دوستي شته. دغې پېښې ته په ډېره درنه سترګه ګورم او چين غواړي په هر وخت جنوبي کوريا ته لازم او اړتيالرونکی مرستې برابرې کړي او ورڅحه ملاتړ څرګندوي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |