د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ د اپريل په اوولسمه نېټه وويل، چې د چين اقتصاد د نړيوال اقتصاد لپاره مثبت لارښوونکی رول لوبولی دی او لوبوي يي. چين به په پر له پسې توګه له بېلا بېلو هېوادونو سره لا ښه همکاري وکړي او د نړيوال اقتصاد د دواملرونکی پرمختګ لپاره به خدمت وکړي.
نوموړې په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، مخکې تر دې د چين صدراعظم لي که چيانګ د بو او اسيايي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د اقتصاد حالات وروپيژندل او ويې ويل چې د دېرشو کلونو راپدېخوا د چين اقتصاد د چټک پرمختګ د بهېر په تېرولو سره د کيفيت او د مؤثريت د لوړتيا په هکله نوې مرحلې ته ننوتلی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |