CRI Online

د اوکراين مسلې په هکله څلورو خواوو موافقه وکړه چې د اوکراين د اوضاع د ارامتيا لپاره به تدبيرونه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2014-04-18 17:11:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، امريکا، اروپايي ټولنې، روسيې او اوکراين څلورو خواوو د اپريل په اوولسمه نېټه په ژنيو کې د اوکراين مسلې په هکله خبرې اترې وکړې. دا د تېر ٢٠١٣ کال په نومبر مياشتې کې په اوکراين کې د بحران له رامنځته کېدو څخه راپدې خوا د اوکراين د اوضاع د ارامتيا لپاره د نړيوالې ټولنې لومړی ډيپلوماتيک عمل دی. په دغو خبرو اترو کې يوه ګډه اعلاميه خپره شوه چې اړوندې خواوې به د اوکراين د ترينګلو اوضاعو د ارامتيا لپاره تدبيرونه ونيسي.

دغه خبرې اترې د امريکا لخوا وړاندې شوې. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري، د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو جګپوړي استازې اشټن، د روسيې د بهرنيو چارو وزير لافروف او د اوکراين د بهرنيو چارو لنډمهالي وزير اندرې پکې ګډون درلود. له يوې ورځې خبرو اترو وروسته، څلورو خواوو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه چې پکې له اوکراين او روسيې څخه غوښتنه شوې چې د اوکراين اوضاعو د ارامتيا لپاره دې په عين وخت کې تدبيرونه ونيسي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري تر خبرو اترو وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل

موږ موافقه کوو چې ټولې خواوې بايد له زورزياتي او لمسوونکو کړو وړو څخه لاس واخلي. ټول ناقانوني سازمانونه بايد لغوه شي، په ناقانوني توګه نېول شوې عامه ودانۍ بايد بيرته خاوندانو ته وسپارل شي.

په دغه اعلاميه کې دا محتويات هم شامل دي: چې د اروپا د امنيت او همکارۍ د سازمان کتونکی پلاوی به په اوکراين کې د اړوندو تدبيرونو د نيولو په هکله د اوکراين له حکومت او سيمه ييزو ارګانونو سره مرستې وکړي. د اوکراين د اساسي قانون د سمولو بهير بايد څرګند او مسولانه وي او يو ځانګړی ارګان بايد پکې جوړ شي چې د وګړيو د پاملرنې وړ شيانه او وړانديزونه راغونډ کړي. په دغو خبرو اترو کې پر روسيې د بنديزونو د پراخېدو مسله نه ده ياده شوې.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو جګپوړي استازې اشټن هيله څرګنده کړه چې اړوندې خواوې دې په واقعي توګه دغه اعلاميه پلې کړي. هغې وويل

ويل کېږې چې نننۍ خبرې اترې د صداقت په فضا کې تر سره شوې. موږ د اوکراين اوضاعو د ارامتيا لپاره د اغېزمنو تدبيرونو په هکله رغنده بحثونه وکړل. د اوکراين د ترينګلو اوضاعو ارامتيا اوسنی بيړنۍ کار دی. موږ د يو لړ مشخصو ګامونو په هکله موافقې ته ورسېدو. لاسليک شوې اعلاميه البتا مهمه ده، خو د اعلاميې محتويات په واقعي توګه پلي کېدل لا مهم دي.

له خبرو اترو وروسته، د روسيې د بهرنيو چارو وزير لافروف او د اوکراين د بهرنيو چارو لنډمهالي وزير اندرې په جلا توګه په يوې خبري ناسته کې خپل دريځ څرګند کړ . لافروف دې ته اشاره وکړه چې که د اوکراين اوسنی حکومت چې د سياسي رکود له لارې يې ځواک تر لاسه کړی، غواړي د ټولو اوکراينيانو د ګټو استازيتوب وکړي، نو بايد فعاله رويه څرګنده کړي، د بېلا بېلو سيمو د وګړيو هيلې دې واوري او له دوي سره دې خبرې اترې وکړي. لافروف وويل روسيه نه غواړي اوکراين ته خپل پوځ وليږدوي، دا د روسيې له بنسټيزو ګټو څخه سرغړونه ده.

اندرې پر دې ټينګار وکړ چې د يادې اعلاميې محتويات بايد سمدلاسه پلي شي.

ويل کېږي چې د څلورو خواوو په خبرو اترو کې دغه لاسليک شوې اعلاميه د اوکراين اوضاعو د ارامتيا لپاره هيله راوړې. خو محتويات يې په نژدې وخت کې پلي کېدل تر ټولو مهم کار دی. جان کيري وويل

موږ دلته ځيني اصول وټاکل او يوه اعلاميه مو هم لاسليک کړه. دا څرګنده ده چې پر کاغذباندې محتويات نه بلکې په واقعي توګه ددې محتوياتوعملي کول مهم دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای