CRI Online

په عراق کې ترهګريز بريدونه د زياتېدو په حال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2014-04-21 17:17:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د عراق د پارلمان ټاکنې به د اپريل په دېرشمه نېټه تر سره شي. د دغو ټاکنو په رارسېدو سره د عراق اوضاع هم د ترينګلتيا په حال کې ده. د اپريل په شلمه نېټه د عراق په څو ځايونو کې ترهګريز بريدونه پېښ شول چې له امله يې دوولس تنه وژل او نهه دېرش تنه نور ټپيان شوي دي.

د اپريل په شلمه نېټه له ترهګريزو بريدونو څخه يو بريد د عراق د پلازمېنې بغداد په شمال کې د شيعه ګانو په يوه پوهنتون کې تر سره شو. د پوليسو په قول، ځانمرګو بريد کوونکو لومړی د پوهنتون دروازې ته نږدې پر ځان پورې تړل شوي بمونه والځول، ور پسې نور اورپکي پوهتون ته ننوتل او د يرغملو په توګه يې ځيني زده کوونکي وتښتول. د عراق امنيتي پوځ له اورپکو سره له سختې جګړې وروسته د پوهنتون د ادارې حق تر لاسه کړ. د دې بريد په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي.

تر دغې پېښې وروسته، د عراق او ليونت اسلامي جمهوريت په نوم ډلې چې له القاعدې سره اړيکې لري، د دې پېښې پړه پر غاړه واخيستله. دا لومړی ځل دی چې دغه ډله په بغداد ښار کې د ترهګريز بريد پړه پر غاړه اخلي.

په همدې ورځ نور درې بريدونه هم پېښ شول. د عراق په جنوب خوا کې د مصنا ولايت د مرکز سماوه ښار يو رستورانټ ته په نژدې سيمه کې د موټر دوه چاودنې وشوې چې له امله يې درې تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپيان شوي دي. د بغداد په جنوب خوا د هيلا ښار ته نژدې په يو کلي کې هم د موټر بم يو بريد وشو چې له امله يې درې تنه ووژل او څلور تنه نور ټپيان شول. برسيره پر دې، يو قوماندان د بغداد په شمالي ختيځ خوا د سيديا په ښار کې د بمي چاودنې له امله ووژل شو.

په عراق کې به د پارلمان ټاکنې تر سره شي، خو د اوسنيو اوضاعو له مخې، په دې وروستيو ورځو کې د هېواد امنيتي اوضاع د خوشبيني وړ نه ده. په عراق کې د م م د مرستندويه پلاوي لخوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې، په تېر ٢٠١٣ کال کې په عراق کې د ترهګريزو بريدونو له امله اته زره اته سوه اته شپېته تنه وژل شوي دي چې پکې اوه زره اته سوه اتلس تنه عامه وګړي وو. برسيره پر دې، څه دپاسه اتلس زره نور ټپيان شوي دي چې دغه رقم په وروستيو کلونو کې تر ټولو زيات دی.

د څېړونکو په اند، په دې وروستيو ورځو کې ترهګريزو ډلو په پر له پسې توګه بريدونه وکړل، موخه يې دا ده چې لومړی د حکومتي پوځ پوځي عملياتو ته غبرګون ور کوي، دوهم د بريدونو له لارې وګړيو ته ګواښونه رسوي تر څو دوی د روانې مياشتې په پای کې د پارلماني ټاکنو په رايګيرۍ کې له ګډون څخه لاس واخلي.

د څېړونکو په نظر، په راتلونکو څو ورځو کې به دغه شان ترهګريز بريدونه په دوامداره توګه رامنځته شي او د عراق امنيتي پوځ له سختو ننګونو سره مخامخ دی. د دې پوښتنې په هکله چې ايا د پارلمان د ټاکنو وخت به وځنډول شي او که نه؟ څېړونکو دې ته اشاره وکړه چې که څه هم اوس په عراق کې امنيتي اوضاع ترينګلې ده، خو د پارلماني ټاکنو د وخت د ځنډېدو شونتيا کمه ده. دا د ٢٠١١ کال په پای کې له عراق څخه د امريکا پوځ له ايستلو وروسته د عراق لومړې ټولټاکنې دي. که دغه ټاکنې د امنيتي لامل له امله وځنډول شي، نو د اوسني حکومت او امنيتي پوځ په هکله به د وګړيو باور کم شي او دغه راز به په دې هېواد کې اوضاع نوره حرابه شي. نو د ټولټاکنو خپلواک کميسيون څو څو ځلې پر دې ټينګار کړی چې دغه ټاکنې به په ټاکلي وخت کې تر سره شي. بله خوا د عراق امنيتي پوځ دا هم څرګنده کړې چې د ټاکنو د عادي تر سره کېدو د تامين لپاره به تر وسې پورې کوښښونه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای