CRI Online

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د چين د شرکت له خوا د جوړ کړي برقي ستيشن د کارولو په مراسمو کې ګډون درلود

cri     (GMT+08:00) 2014-04-22 15:49:40
د پاکستان صدراعظم نواز شريف د چين د شرکت له خوا د جوړ کړي برقي ستيشن د کارولو په مراسمو کې ګډون درلود

په پاکستان کې د ګډې پر له پسی حرارتي انرژۍ په وسيله د برېښنا توليد د يوې پروژې د کارولو مراسم چې د چين شرکت له خوا جوړ شوی او ظرفيت يې د دغه هېواد د نورو دغه ډول برقي ستيشنونو په پرتله زيات دی، د اپريل په ٢١مه نېټه له غرمې وروسته د ګودو په سيمه کې تر سره شول. د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د اوبو لګولو او د بريښنا د توليدي چارو وزير محمد اصف او اړوندو مامورينو هم په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.

د اوږدې مودې راهيسې په پاکستان کې د انرژۍ کموالی د اقتصاد او ټولنې، د صنعتی، سوداګريزو، کرهنيزو چارو او روغتيا په شمول په بېلا بېلو ساحو کې پرمختګونو ته بدې اغيزې رسولې او رسوي يې. د انرژۍ د کموالی له امله په پاکستان کې بريښنا ډېره ضعيفه ده، نو د دغې مسلې حلول د هرې دورې حکومت يو مهم کار دی. د دغه هېواد اوسنی حکومت د انرژۍ کموالی مسلې ته ډېره پاملرنه کوي. په اوږده موده کې پاکستان د انرژۍ چارو په هکله د پروژو په ابادۍ کې له چين سره همکارۍ کړې چې دا په پاکستان کې د انرژۍ د بحران د حلولو لپاره يوه اغيزمنه لاره ګرځيدلې ده.

وزير محمد اصف د ياد سټيشن د کارولو په مراسمو کې وويل هغه برقي ستيشن چې د چين د هاربين د بريښنا نړيوال شرکت له خوا جوړ شوی، له ټاکلي وخت څخه د اووه مياشتې مخکې په کارونو واچول شو چې دا د پاکستان او چين تر منځ د دوستی او همکارۍ يوه ښه نمونه ده. هغه وويل(اواز)

د پاکستان حکومت د انرژۍ د کموالی له بحران سره د مقابلې لپاره د نفتو او ګازو د واردولو په چارو کې مهم ترتيبات تر سره کړي چې نه يوازی د طبيعي ګازو د کارولو، بلکې د بريښنا او په کرهنيزو چارو کې په ځمکې باندې د اوبو لګولو غوښتنې هم پوره کولی شي. د ګودو برقي ستيشن چې د اووه سوو او اووه څلويښتو زرو کيلوواټو په اندازه بريښنا توليد کولی شي، د پاکستان او چين تر منځ د دوستی او همکارۍ يوه ځوړنده نمونه ده. په دغه پروژه کې د پانګونې پنځه اتيا سلنه برخه د چين د بانک له خوا تر امتيازی شرايطو لاندی برابرېږي. د چين د شرکت کارکوونکو او له پاکستانيانو سره يو ځای کوښښ کړی چې برياليتوب تر لاسه کړی.

د ګودو برقي سټيشن د جوړېدو چارې په ٢٠٠٩ کال کې پيل شوی چې د ټاکلي پلان له مخې د پروژې موده يې شپږ دېرش مياشتې او ارزښت يې ٦٠٢ مليونه امريکايی ډالره وه. دغه پروژه په پاکستان کې د ګډې پر له پسی حرارتي انرژۍ په وسيله د برېښنا توليد تر ټولو لويه پروژه ده چې د پاکستان عمده بريښنايی سرچينه به وګرځي او په دغه هېواد کې به د بريښنا د توليدي چارو په پرمختګ کې به ستر اهميت ولري. په دې هکله په دغه پروژه کې د هاربين د شرکت د مشر مرستيال وانګ شی مين وويل د پاکستان حکومت په پوره توګه په دې پوهيږي چې د اقتصاد پرمختګ د انرژۍ ضمانت ته اړتيا لري. هغه وويل(اواز)

د پاکستان روان حکومت د انرژۍ پرمختګ ته ډېر پام اړولي، څرنګه چې د يو هېواد اقتصادی پرمختګ انرژۍ ته اړتيا لري. دغه پروژه به په پاکستان کې د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم او فعال رول ولوبوي چې د پاکې انرژۍ کارولو په چارو کې په نړيوال چوکاټ کې پرمختللی تخنيکونه لري.

په دې وروستيو کلونو کې په بېلا بېلو ساحو کې د پاکستان او چين تر منځ همکارۍ ډېرې چټکې شوې. د انرژۍ بحران د حل و فصل لپاره د پاکستان حکومت د چين د بريښنا توليد له څو شرکتونو سره همکارۍ کړی چې ډېر برياليتوبونه يې تر لاسه کړيدي. د پاکستان صدراعظم نواز شريف هيله څرګنده کړه چې چين له پاکستان سره نوره همکارۍ هم وکړي تر څو د پاکستان د بېلا بېلو چارو د پرمختګونو هڅونه وکړي. هغه وويل(اواز)

زه هيله لرم چې چين به له پاکستان سره نورې همکارۍ هم وکړي چې په پاکستان کې ډېر زيات برقي ستيشنونه جوړ کړي. دا فکر کيدای شي چې د پاکستان په کانونو لرونکو ځايونو کې د بريښنا د توليد فابريکې جوړې شي. زه باور لرم چې دغه برقي ستيشنونه به په راتلونکو څو کلونو کې د بريښنا کموالی مسلې حلولو په چارو کې مهم رول ولوبوي او په پاکستان کې به د بريښنا ځنډيدنې حالت پای ته ورسېږي. که په پاکستان کې بريښنا تامينه شي، صنعتی، سوداګريزې او کرهنيزې چارې به هم ختګ ومومي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای