CRI Online

د يوې غره منزلې درې کورونه

cri     (GMT+08:00) 2014-04-22 21:13:24

له يوې مياشتو څخه کم وخت به د نړۍ لومړۍ لوړې څوکې ته د پان دو د ختلو له ٣٩ کلېزې سره برابر وي ، په بله ژبه د ١٩٧٥ کال د مې ٢٧ نېټه يوې تبتي غره منزلې پان دو په نړۍ کې لومړۍ ښځه وه چې د هيمالايا غره له شمالي لمنې څخه د نړۍ لومړۍ جګې څوکې جومولاما ته پورته شوه . خو له بده مرغه دغې نامتو ښځې تازه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

پان دو د يوه کرنيز غلام په کور کې زېږېدلې او په تبتي ژبه پان دو د استعداد لرونکې نجلۍ مانا لری . د تبت تر سوله ايزې ازادۍ وروسته پان دو په يو فارم کې وګمارل شوه او ددې په وينا که د غره ختونکو استاذ د غره ختونکو لوبغاړو د لټولو لپاره فارم ته نه وی تللی ، هغه به ښايي د تل لپاره يوه معمولۍ تبتي ښځه ګرځېدلی وی .

د جومولاما څوکه د تبتيانو په زړونو کې يوه ښاپيري ده . د ١٩٧٥ کال د مې په ٢٧ نېټه تر غرمې وروسته پان دو چې د دريو اولادونو مور شوه ، په نړۍ کې لومړۍ ښځه وګرځېدله چې د هيمالاما غره له شمالي لمنې څخه د نړۍ لومړۍ جګې څوکې جومالاما ته وختله، ددې په وينا موږ څوکې ته تر ختلو وروسه تر هر څه لومړی ملي بيرغ پورته کړ او بيا يې مو په څوکه ودراوه چې ډير اغيزمن شوو . ورپسې د دريو مترو په جګوالي يو فلزي چوکاټ هم ودرول شو چې ددې څوکې د دقيقې اندازه ګيرۍ دنده د هېواد د نقشه جوړولو ادارې لخوا راليږې شوې چې په نتيجه کې دا وه : دا څوکه ٨٨٤٨اعشاريه ١٣ متره جګه ده. په پاي کې پان دو په څوکه وغځېدله او په داسی حال کې چې د هوا تودوخې درجه يې منفي٤٠ ته رسيدلې او اکسيجن يې ډير کم و ، له ليرې د زړه د اي سي جي برېښنايي نقشه جوړه شوه

د غره په بيخ کې د پان دو ميړه دن شان جيا چې د چين د غره ختونکو ډلې مشر و ، له پردې څخه د خپلې ښځې د زړه ټوپونه يې حس کړل .

په ٢٠٠٨ کال کې پان دو چې سپين سر شوه ، که څه هم صحت يی ښه نه و ، خو لا هم په بيجينګ کې د اولمپيک لوبو د جوړېدو د هرکلي په فعاليت کې ګډون وکړ . د پان دو لومړی کور د جومالاما څوکه ده .

غره ته د ختلو په هکله د ګډې هيلې په درلودلو سره تبتي نجلۍ د هان قوم له ځوان دن شان جيا سره په وو شي ښار کې په داسی حال کې په ١٩٦٣ کال کې واده وکړ چې د ښکلۍ جامې په ځاي يې سپورتي جامې اغوستې او حتی يې د واده عکس هم نه و اخيستی .

له پنځوس کلنۍ وروسته اغلې پان دو په څو ناروغيو په تيره بيا د سږي ، زړه او شګر ناروغيو اخته شوه او هره ورځ به يې څو ډوله درملونه خوړل او درې ځله انسولين به يې پيچکاري کوله. ددې دوهم کور په وو شي ښار کې دی .

وروسته له هغه چې په ١٩٩٨ کال کې پان دو تقاعد شوې ، د شانګهاي د دونګ جو ښوونځی ددې درېم کور بلل کېږي ځکه چې هغه ددې ښوونځي افتخاري مشره ټاکل شوې او د خپل عمر په موده کې درې قيمتي شيان يعنی جومولاما څوکې ته د ختلوپه ترڅ کې استمال شوی فولادي کلنګ ، له څوکې څخه اخيستل شوې ډبره او په جومولاما څوکې ته د ختلو وروسته اخيستل شوي عکس يې د ډالۍ په توګه دغه ښوونځي ته ورکړي دي . ددې ښوونځي د لوبغالي په وړاندی يوه مجسمه ولاړه ده چې يو لاس يو کلنګ نيولی دی او دغه لاس د پان دو د لاس غوندي دی.

د پان دو په وينا ښوونه ددې لپاره لکه يوه بله لوړه څوکه وي ، نو هر کال يې د تحصيلي کال د پرانستلو په مراسمو کې ګډون وکړ او زده کوونکو ته يې لومړی درس ورکړ. دغه راز يو يا دوه مياشتې وروسته به يې دوي ته غره ته د ختلو په هکله مالومات ورکول او په عين وخت کې به يې خپل ټاټوبی هم نه هيروله چې ددې د کوشش له کبله تونګجو ښوونځي د تبت د مرکز لاسا ښار له دوهم لومړي ښوونځي سره اړېکې ونيولې او پان دو هم د تونګجو ښوونځي په استازيتوب د يو لک يوانو په ارزښت تمريني وسايل ورکړل . سره له دې چې په چين کې يوه غښتلې غره منزلې وفات شوه ، خو ددې ميړانه روحيه به نسل په نسل پاتې وی.

.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای