CRI Online

پاکستان د لويديځ ارام سمندر د سمندري پوځونو د فورم کتوونکی هېواد وګرځېد

cri     (GMT+08:00) 2014-04-23 09:42:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په ٢٢مه نېټه په چينګ دای ښار کې د لويديځ ارام سمندر د سمندري پوځونو د ١٤مې دورې د فورم په غونډه کې ټولو غړو هېوادونو د دې فورم د کتوونکي هېواد په توګه د پاکستان د منلو ملاتړ رايې ورکړې.

نوموړی فورم په ١٩٨٧ کال کې د امريکا او د ده د ملګرو هېوادونو تر غوښتنې لاندې جوړ شو او موخه يې د غړو هېوادونو د سمندري پوځونو ترمنځ د همکارۍ، متقابل تفاهم او اعتماد پياوړتيا ده. تر اوسه پورې دغه فورم ٢١ غړي هېوادونه او ٤ کتوونکي هېوادونه لري.

د فورم د منشور سره سم کتوونکی هېوادونه بايد لاندېنې غوښتنې پوره کړي چې په لويديځ ارام سمندر کې مهمې ستراتيژيکې ګټې ولري، د فورم په فعاليتونو کې د ګډون توان ولري، د فورم لپاره مثبت خدمتونه کړای شي او د ټولو غړو هېوادونو ملاتړ ولري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای