په غونډه کې ګډون کوونکي
په غونډه کې ګډون کوونکي
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ٢٢مه نېټه د ورېښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې د ابادۍ په اړه يوه نړيواله څيړنيزه غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه چې د چين، قزاقستان، ترکيې او فرانسې په ګډون د زياتو هېوادونو نږدې ٤٠ پوهانو او چارواکيو پکې ګډون درلود. ګډونکوونکو د چين له خوا وړاندې شوې غوښتنې ته لوړ ارزښت ورکړ او هيله يې څرګنده کړه چې د نړيوال اقتصادي پرمختګ او سوله ييز بهير لپاره به د دې اقتصادي سيمې د ابادولو ملاتړ وکړي.
په چين کې د اروپايي ټولنې پخواني سفير سيرګي ابو وويل چې د ورېښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې ابادی ډېر ارزښت لري. د اساسي تاسيساتو ابادول به نه يوازې چين او د دې سيمې په اوبدو کې پرتو هېوادونو ته ګټې ورسوي بلکې د اروپا او د منځنی ختيځ د هېوادونو لپاره به ګټور وي.
ګډونکوونکو د ګمرکي مالياتو د همغږۍ په شمول يو لړ مشخص وړانديزونه هم وکړل.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |