د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د سپوږمکيو په وسيله د لارو د لارښوونکو چارو په اړه د چين ټولنې څو ورځې مخکې د ٢٠١٣ کال لپاره په چين کې د سپوږمکيو په وسيله د لارو د لارښوونکو خدمتي چارو د پرمختګ سپين کتاب خپور کړ. په ٢٠١٣ کال کې په چين کې د دغو چارو عمومي توليدي ارزښت له ١٠٤ مليارډو يوانو څخه واوښت چې دغه شمېر د ٢٠١٢ کال په پرتله ٢٨.٤٪ زيات شوی دی او له دې جملې څخه د بې دو په نامه د سپوږمکيو توليدي اندازه له لسو مليارډو يوانو څخه زياته وه او په عمومي حجم کې يې ٩.٨ فيصده ځای ونيوه.
په دغه کتاب کې ليکل شوي چې په ٢٠١٣ کال کې د چين په کورني بازار کې اړتياوې زياتې وې او د لارو د لارښوونکو ماشينونو پلورنې اندازه په چټکې سره زياته شوې ده. د اټکل له مخې، تر ٢٠١٥ کال پورې د دغو چارو کلنۍ توليدي اندازه به دوو سوو مليارډو امريکايې ډالرو ته ورسېږي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |