CRI Online

د اوکراين په ختيځ کې له روسيې سره مينه وال خلک به په راتلونکې مې مياشت کې ټولپوښتنه ترسره کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-04-23 15:54:22

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې د اوکراين په جنوب ختيځ کې اوضاع د ترينګلتيا په حال کې ده. د اپريل په دوه ويشتمه نېټه د لاريون کوونکو لخوا جوړ شوی دونيټسک جمهوريت د لنډمهالي حکومت په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې په راتلونکې مې مياشت کې به ټولپوښتنه تر سره کړي. له دونيټسک نه پرته، د لوهانسک په ايالت کې هم له روسيې سره مينه والو خلکو اعلان وکړ چې د راتلونکې مې مياشتې په يوولسمه نېټه به ټولپوښتنه ترسره کړي. د اوکراين د پارلمان مشر تورچينوف چې اوسمهال د دې هېواد د ولسمشرۍ دنده هم پر غاړه لري، د اپريل په دوه ويشتمه نېټه له پوځ او پوليسو څخه غوښتنه وکړه چې د اوکراين په ختيځ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې عمليات بيا تر سره کړي. اوس نړيواله ټولنه هم د اوکراين د اوضاعو په هکله په سلامشورې بوخته ده.

په دې وروستيو ورځو کې که څه هم د ژنيو تړون لاسليک شوی ، خو د اوکراين په ختيځ کې اوضاع نه ده ارامه شوې. د دې هېواد دپوځي قوماندانۍ مشر په قول، اوس د دونيټسک ايالت ځايي پوليس د اوکراين له حکومتي پوځ سره همکاري ردوي او په ختيځ کې له لاريون کوونکو څخه يې د ملاتړ ځانګړي عمليات تر سره کړل. برسيره پر دې، د اوکراين د خبري رسنيو د خبر له مخې، د اپريل په دوه ويشتمه نېټه د اوکراين د دفاع وزارت يوه اکتشافي الوتکه د سلاويانسک ښار په هوا کې د ګرځېدو په وخت له ځمکې څخه توغول شوې ګولۍ سره مخامخ شوه. ور پسې د دې ښار ښاروال دا رد کړه چې دغه حمله له روسيې سره د مينوالو لخوا نه ده تر سره شوې .

د اوکراين په جنوب ختيځ کې د ترينګلو اوضاعو په هکله، د اپريل په دوه ويشتمه نېټه د دې هېواد د پارلمان په ويبپاڼه کې د لنډمهالي ولسمشر نورچينوف اعلاميه خپره شوه چې پکې له حکومتي پوځ څخه غوښتنه شوې چې د اوکراين په ختيځ کې د وګړيو د ساتلو لپاره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي.

په همدې ورځ د اوکراين د لنډمهالي حکومت ولسمشر نورچينوف او صدراعظم ارسيني ياټسنوک په جلا جلا توګه د امريکا د ولسمشر له مرستيال بايډن سره وکتل. دواړو خواوو د اوکراين د کورنيو اوضاعو په هکله بحثونه وکړل. بايډن وويل امريکا به د څو برخو له لحاظه له اوکراين سره مرستې وکړي.

بايډن ور پسې په يوه خبري ناسته کې وويل امريکا به هېڅکله د روسيې لخوا د کريميا ناقانوني نيول ونه مني او امريکا به د يو واحد اوکراين لپاره کوښښونه وکړي. بايډن وويل امريکا د انرژۍ د برابرېدو مسلې لپاره له اوکراين سره مرستې کوي تر څو کوم هېواد ونه شي کولای، چې د انرژۍ مسله د سياسي وسلې په توګه له اوکراين او اروپا سره مقابله وکړي. په اوکراين کې د اقتصادي او سياسي اصلاحاتو د تر سره کولو په هکله، بايډن وويل، امريکا به اوکراين ته پنځوس مليونه امريکايي ډالره ور کړي، چې له دې څخه يوولس مليونه ډالره به يې د اوکراين د نوې ولسمشرۍ د ټاکنو د تياري او څارنې لپاره ولګول شي. بايډن وويل امريکا غواړي دا وګوري چې د اوکراين د اساسي قانون په اصلاحاتو کې څرګند پرمختګ وموندل شي تر څو د دې هېواد بېلا بېلې سيمې نور زيات د ازادۍ حقوق ترلاسه کړي او ځايي ژبه او قومي دودونه به وساتل شي. برسيره پر دې، بايډن دا اعلان هم وکړ چې امريکا به د اوکراين امنيتي پوځ ته د شلو ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت تخنيکي ملاتړ برابر کړي چې پکې مخابراتي تاسيسات او د بمونو د چاودنې د مخنيوۍ تجهيزات شامل دي او داسې نور.

د اوکراين صدراعظم ارسيني ياټسنوک په دې خبري ناسته کې وويل روسيه بايد سمدلاسه خپل ځانګړی پوځ د اوکراين له ختيځ څخه وباسي او و يې ويل اوکراين هيله لري چې د انرژۍ په برخه کې له امريکا سره پراخه همکاري وکړي تر څو په دې هکله د روسيې له ملاتړڅخه ځان وژغورل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای