CRI Online

په جنوبي کوريا کې د مسافر وړونکې بيړۍ د ډوبېدو له امله د مړه شويو کسانو شمېر١٥٠ تنو ته رسېدلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2014-04-23 16:30:56

 
د اپريل په ٢٢ مه نېټه د جنوبي کوريا د جيندو ټاپو په شاوخوا سمندري سيمه کې يو روبوټ چې د جنوبي کوريا د سمندر د علمي تخنيکونو د انسټيټيوټ لخوا جوړ شوی، په مساپرو پسې د لټون او ژغورنې عملياتو ته وردانګلی

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل ٢٢مه نېټه د سيول په نامه د جنوبي کوريا د مسافر وړونکې بيړۍ د ډوبېدو له اوومې ورځې سره برابره وه او په همدې ورځ په اړوند سمندری سيمه کې اقليمي شرايط ښه وو. د جنوبي کوريا د ژغورنې ډلې په همدې ورځ په عمده توګه د بيړۍ په درېيم او څلورم منترل کې په پوړيزو خونو کې د ژغورنې کارونه تر سره کړل. د همدې ورځ د شپې تر نهو بجو پورې، په دغه پېښه کې د مړه شويو کسانو شمېر ١٥٠ تنو ته رسېدلی او د دوو چينايانو په شمول ١٥٢ تنه نور ورک دي.

څرنګه چې دغه بيړۍ د سبانارۍ په وخت کې ډوبه شوه، نو د ژغورونکو د اټکل له مخې زياتره مسافر ښايي د درېيم پوړ په رستورانت کې وي. خو د جنوبي کوريا د YTN ټليفيزيون د خبر له مخې، تر اوسه پورې د ناستي خونې او رستورانت ترمنځ دروازه نه ده پرانيستل شوې، نو له دې امله د ژغورنې کارونو ټاکلی پايله نه ده تر سره کړې.(غوټۍ)


1 2 3 4 5
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای