د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ٢٣مې نېټې په سهار د جنوبي کوريا له ولسمشرې پارک کيون هيې سره تېلفوني خبرې اترې وکړې.
رئيس شي وويل چې اوسمهال د چين او جنوبي کوريا ترمنځ اړيکې د ټينګېدو په حال کې دي. تېره مياشت مو په هالند کې د ذروي امنيت د سرمشريزې غونډې د ګډون په ترڅ کې کتنه وکړه. زموږ ترمنځ د دې تماس څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نږدېوالی او مهم ارزښت ښکاري. هغه د دې هرکلی څرګند کړ چې پارک کيون هيې به په ډسمبر مياشت کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو د غير رسمي غونډې لپاره چين ته راشي.
رئيس شي د سيوول په نوم د جنوبي کوريا د مسافروړونکې بېړۍ د پېښې په اړه خپله خواشيني څرګنده کړه او د مړو شويو او ورکو شويو کسانو کورنيو او ټپيانو ته يې خواخوږي هم څرګنده کړه.
دواړو خواوو د کوريايي ټاپووزمې د حالاتو په هکله د نظريو تبادلې هم وکړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |