CRI Online

په ٢٠١٤ کال کې به په چين کې د موټرونو د خرڅلاو اندازه لوړه شي

cri     (GMT+08:00) 2014-04-23 16:30:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د موټرو صنعت ټولنې د اټکل سره سم په ٢٠١٤ کال کې به په چين کې درويشتو مليونو اوه سوه څلويښتو زرو څخه تر څليرويشتو مليونو يو سلو اتيا زرو پورې موټرونه وپلورل شي چې د زياتوالي انډول به يې له اتو فيصدو څخه تر لسو فيصدو پورې وي.

د معلوماتو له مخې د سږ کال په لومړۍ څلورمه کې په چين کې د موټرونو د توليد او خرڅلاو اندازه په جلا جلا توګه شپږو شپږو مليونو ته نږدې وه، په تيره بيا مارچ مياشت د موټرونو د توليد او خرڅلاو اوج و چې د توليد او خرڅلاو اندازه يې په جلا جلا توګه له دوو مليونو څخه اوښتې وې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای