CRI Online

د شمشير په نوم د پاکستان يوه جنګي کښتۍ چينايانو ته وښودل شوه

cri     (GMT+08:00) 2014-04-23 16:30:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ٢٢ مه نېټه سهار د چين د چينګ داو ښار په يوه پوځي بندر کې يو شمېر جنګي بېړۍ ځايي خلکو ته وړاندې شوې چې پکې د شمشير په نوم د پاکستان يوه جنګي کښتۍ هم شامله وه . ډېرو ځايي خلکو له دې کښتۍ څخه ليدنه وکړه او د پاکستان له پوځي عسکرو سره يې هم په ګډه انځورونه واخيستل.

د شمشير په نوم جنګي کښتۍ د ٢٠١٤ کال د څو هيوادونو د سمندري ځواکونو ترمنځ په ګډ پوځي تمرين کې چې په دې وروستيو ورځو کې ترسره کيږي، ګډون لري. دغه کښتۍ چې اوږدوالی يې ١٢٣ مترو ته او پراخوالی يې ١٣.٤ مترو ته رسيږي، د ٢٠١١ کال په جولاي مياشت کې د چين په چينګ داو ښار کې په يوه ګډ پوځي تمرين کې هم ګډون درلود.(زرينه)


1 2 3 4
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای