CRI Online

د ١٤مې دورې د لويديځ ارام سمندر په سيمه کې د سمندري پوځونو د فورم کلنۍ غونډه په چينګ داو کې پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2014-04-23 18:38:27

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د ١٤مې دورې د لويديځ ارام سمندر په سيمه کې د سمندري پوځونو د فورم کلنۍ غونډه د اپرېل په ٢٣ نېټه په چينګ داو ښار کې پای ته ورسېده.د ٢٥ هېوادونو د سمندري پوځونو مشرانو او استازو د پای په مراسمو کې ګډون درلود.

د دغه فورم د کلنۍ غونډې ريس، د چين د مرکزی پوځی کميټې غړي او د چين د سمندري پوځ قومندان وو شنګ لي په خپله وينا کې وويل چې د کلنۍ غونډې په وخت کې د بېلا بېلو هېوادونو سمندري ځواکونو د بحثونو له لارې متقابل تفاهم او دوستی پياوړی کړی. بېلا بېلې خواوې دې په پر له پسې توګه د همکارۍ نوې لارې چارې ولټوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای