CRI Online

په پاکستان کې د چاينا موبايل شرکت څانګه د 3Gاو4Gلايسنسونو په ليلام کې بريالۍ شوه

cri     (GMT+08:00) 2014-04-24 09:35:20

د سينهوا اژانس د خبرله مخې،د چاينا موبايل پاکستان په نوم شرکت ( china mobile pakistan) د اپريل په ٢٣ مه نېټه په پاکستان کې د 3Gاو4Gلايسنسونو په ليلام کې بريالی شو چې له امله به يې په پاکستان کې هغه يوازينی شرکت وي چې په عين وخت کې به د 3Gاو4Gپه اړه مخابراتي چارې خلاصې کړي.

په همدې ورځ په پاکستان کې د 3Gاو4Gلايسنسونو ليلام د لومړي ځل لپاره ترسره شو او ياد شرکت د ٥١٦ مليونو امريکايي ډالرو په ورکولو سره په دې ليلام کې بريالی شو.

د اوو کلونو د هلو ځلو له کبله تراوسه پورې د چاينا موبايل پاکستان شرکت د ٢٥.٧ مليونو استعمالوونکو په لرلو سره په پاکستان کې درېيم لوی مخابراتي شرکت ګرځيدلی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای