CRI Online

د اقتصاد نړيوال فورم د معلوماتي او مخابراتي تخنيکونو په اړه نړيوال نوملړ خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2014-04-24 10:37:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اقتصاد نړيوال فورم د اپريل په ٢٣ مه نېټه د ٢٠١٤ کال د نړيوالو معلوماتي تخنيکونو په اړه يو رپوټ خپور کړ او دا يې ښوولې چې فنلند په نړۍ کې د معلوماتي او مخابراتي تخنيکونو د پراخولو او استعمالولو په برخو کې تر نورو مخکی دی، ورپسې سينګاپور، سويدن، هالند، ناروې او سويس په جلاجلا توګه په دوهم ، درېيم ، څلورم او پنځم مقام کې ځای لري. د چين هانکانګ په تېر کال کې څوارلسم مقام نيولی و او سږکال اتم مقام ته پورته شوی دی.

ياد رپوټ د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې د معلوماتي او مخابراتي تخنيکونو له مثبتو اغېزو او رول سره سم د نړۍ د ١٤٨ اقتصادي طاقتونو په منځ کې نوملړ ترلاسه کړ او له مخې يې په مخکنيو شلو اقتصادي طاقتونو کې زياتره پرمختللي اقتصادي طاقتونه دي،امريکا اوم مقام ونيوه او دا د تېر کال په پرتله دوه مقامونه پورته شوی ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای