CRI Online

فرانسې د سوريې په شخړه کې د فرانسويانو د ګډون د مخنيوي پلان خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2014-04-24 10:42:57

د فرانسې حکومت د اپريل په ٢٣مه نېټه په دې اړوند يو عملي پلان تصويب کړ چې موخه يې د تش په نامه د جهادي فعاليتونو د برخه والو ډلو مخنيوی او مقابله ده. د ياد پلان سره سم فرانسه به په دې اړوند نړيواله همکاري پيل کړي او د ترهګريزو او زورزياتي ډلو تر اغيزې لاندې به د ځوانانو له کورونو سره مرستې وکړي.

د فرانسوي حکومت په اند د تېرو څو مياشتو راهيسې د هغو فرانسويانو د چټک زياتوالي تمايل ليدل شوی چې د زورزياتۍ په فعاليتونو کې د ګډون نيت ښکاره کوي، او زياتره برخه يې د سوريې په ترهګريزو ډلو پورې اړه لري. تر اوسه پورې په فرانسه کې پيدا شوي ٧٤٠ تنه له دغه ډول سازمانونو سره اړيکې لري چې له دې جملې څخه يې نږدې ٣٠٠ تنه لا هم په سوريه کې پاتې دي او څه باندې ٢٠ تنه نور په سوريه کې وژل شوي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای