CRI Online

د سوريې ولسمشريزو ټاکنو ته لومړي نوماند خپل نوم ثبت کړ

cri     (GMT+08:00) 2014-04-24 11:07:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د پارلمان مشر د اپريل په ٢٣مه نېټه اعلان وکړ چې يوه پارلماني غړي پرون د ولسمشريزو ټاکنو د نوماند غوښتنه ثبته کړه. هغه د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو د ثبتولو کارونو له پيل وروسته لومړی غوښتونکی دی.

د پارلمان مشر وويل چې د ماهير جحر په نوم يوه پارلماني غړي د اپريل په ٢٢مه نېټه د اساسي قانون لوړې محکمې ته د ولسمشريزو ټاکنو د نوماند غوښتنليک او ټول لازم اسناد وړاندې کړل،او منل شوي دي.

د سوريې د انتخاباتو د قانون سره سم د ولسمشرۍ هر نوماند بايد لږ تر لږه د ٣٥ پارلماني غړيو ملاتړ ولري، او ولسمشريزې ټاکنې بايد د اساسي قانون د لوړې محکمې له خوا تر يوه تن د زياتو نوماندانو له منل کېدو وروسته تر سره شي.

د سوريې د اساسي قانون لوړه محکمه به د ټولو غوښتوونکو د کانديدۍ حق وڅيړي او د نومونو د ثبتولو له پای ته رسيدو له ٥ ورځو وروسته به د رسمي نوماندانو ليست خپور کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای