د سي بي ريچارډ ايليس په نوم د پانګونې شرکت چې په نړۍ کې ډېر شهرت لري،د اپريل په ٢٣ مه نېټه يو تازه رپوټ خپور کړ او دا يې ښوولې چې په نړۍ کې د هغو لويو بازارونو عمومي مساحت چې اوسمهال لاهم د جوړېدو په حال کې دي، ٣٩ مليونو کيلومترو مربع ته رسيدلی او په دې جمله کې له ٥٠٪ څخه زياته برخه يې په چين کې جوړيږي.
ياده سروې چې د ١٨٠ هيوادونو په منځ کې ترسره شوې ښيي، چين په نړۍ کې د پرچون خرڅلاو لومړی لوی بازار دی او د چين اته ښارونه د نړۍ په هغه نوملړ کې په مخکنيو لسو مقامونو کې ځای نيسي چې د لويو بازارونو د جوړېدو د مساحت له مخې شمېرل شوي دي. په شانګهای کې د جوړېدو په حال کې لوي بازارونه درې مليونو او درې سوو زرو کيلومترو مربع ته رسيدلي او دغه شمېر تر نورو مخکی دی. دغه راز د ياد نوملړ په مخکنيو لسو مقامونو کې استمبول، وو هان، مسکو، بېجينګ ، نانجينګ او ګوانګ جو هم ځای لري.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |