د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د ٢٠١٤ کال د سولې انګيل په نوم د چين او پاکستان ترمنځ د طبي او لوجستکي چارو تمرين د اپريل په ٢٣مه نېټه په پاکستان کې جوړ شو چې پکې د دواړو هېوادونو برخه والو لارښوونکو او طبي کارکوونکو د همغږۍ لارښوونې، د ژغورونکي بهير د بشپړوالي او د تخنيکي معيار د سټنډرډېدو ازموينې تر سره کړې.
د ياد تمرين له لارې د ټپيانو د بېړنۍ ژغورنې، انتقال او ځانګړې تداوۍ په برخو کې د چين او پاکستان د طبي کاروونکو ترمنځ د همغږۍ توان لوړ شوی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |