CRI Online

اوباما له شينزو ابي سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2014-04-24 13:48:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ٢٤ مه نېټه سهار د امريکا ولسمشر بارک اوباما چې په هغه وخت کې له جاپان څخه په خپله ليدنه بوخت و،د جاپان له لومړي وزير شينزو ابي سره په توکيو کې خبرې اترې وکړې او په ترڅ کې يې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ملګرتيا په هکله بحثونه وکړل او د ارام سمندر پورې خوا کې د ستراتېژيکي اقتصادي همکارۍ د موافقې په هکله يې د خپلو نظريو تبادلې هم وکړې. دا له درې نيمو کلونو وروسته له جاپان څخه د اوباما لومړې ليدنه ده .

شينزو ابي په يادو خبرو اترو کې هيله وښودله چې د جاپان او امريکا ترمنځ ملګرتيا به د اسيا او د ارام سمندر سيمې د سولې او سمسورتيا د ټينګېدو لپاره لارښوونکی رول ولوبوي. اوباما وويل، د دواړو هيوادونو ترمنځ ملګريتوب د اسيا او د ارام سمندر سيمې د امنيت د تامينولو بنسټ دی، هغه پدې باور لري چې د خپلمنځيو اړيکو په برخه کې به هرومرو نورې لاسته راوړنې هم ترلاسه شي.

بل لور ته د جاپان ان اچ کې تلويزيون په همدې ورځ خبر ورکړ، له دې امله چې چين خپل سمندري فعاليتونه نورهم زيات کړي، نو يادې دواړه خواوې ښايي په خبرو اترو کې د سمندري تګ راتګ او الوتنې پر ازادۍ ټينګار وکړي او د اوباما هغه څرګندونې چې وايي دياو يو ټاپو د جاپان او امريکا ترمنځ د امنيت ساتنې پر تړون اطلاق کيږي، بيا تائيد کړي .(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای