CRI Online

چين به د اسيا د امنيت په اړه د نوی نظر د رامنځته کېدو لپاره هڅه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2014-04-29 20:30:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند چين ګانګ د اپريل په ٢٩مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين به د اسيا د متقابل همکارۍ او باور د تدبيرونو په سرمشريزه غونډه کې د اسيا د امنيت په اړه د نوی نظر د رامنځته کېدو لپاره هڅه وکړي، د ګډ امنيت، عمومي امنيت، د همکارۍ امنيت او پر له پسی امنيت غوښتنه به وکړي او په اسيا کې د امنيت او همکارۍ د نوی جوړښت د جوړېدو په اړه مثبت بحث به هم وکړي.

نوموړي وويل، چې د اسيا د متقابل همکارۍ او باور د تدبيرونو په اړه څلورمه سرمشريزه غونډه به د مې له ٢٠مې نېټې نه تر ٢١مې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي. د دغې غونډې سرليک دا دی چې د ډيالوګ، باور او همکارۍ په پياوړتيا سره د اسيا سولې، ثبات او همکارۍ پياوړی شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د دغې غونډې مشرۍ وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای