CRI Online

د اسيا هېوادونه د امنيت په هکله نويو نظريو ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2014-05-07 15:29:33


د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ٢٠١٣ کال په ديسمبر کې په قزاقستان کې د دې هيواد له ولسمشرنورسلطان نازايربايف سره وکتل.د اسيا د اعتماد غونډه د ښاغلي نورسلطان نازايربايف لخوا په ١٩٩٢ کال کې وړاندې شوه 

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په شپږمه نېټه د اسيا د امنيت او همکارۍ په هکله سيمينار د قزاقستان په پلازمينه استانا کې جوړ شو. په دې سيمينار کې ګډون کوونکو استازيو د اسيا د امنيتي اوضاعو، د اسيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ او اعتماد تدبير په اړه د غونډې يعنی د اسيا د اعتماد غونډې د پرمختګ او رول په هکله بحثونه وکړل. د استازيو په اند، د اسيا هېوادونه د امنيت په هکله نويو نظريو ته اړتيا لري، د يادې غونډې راتلونکی پرمختګ ستر پټ توان لري.

د مې په شلمه او يوويشتمه نېټه به د اسيا د اعتماد غونډې څلورمه سرمشريزه غونډه د چين په شانګهای ښار کې جوړه شي. د اسيا د اعتماد غونډه په اصلي توګه د قزاقستان د ولسمشر نظربايف په وړاندې جوړه شوه. د مې په شپږمه نېټه په قزاقستان کې د چين سفارت د دې هېواد په پلازمينه استانا کې د کلتور او قانون په پوهنتون کې د امنيت او همکارۍ تر عنوان لاندې يو سيمينار جوړ کړ. د چين لوی سفير يوی يو چنګ، د قزاقستان د بهرنيو چارو د وزارت د اسيايي چارو ادارې مشر ايريک علي، د اسيا د اعتماد غونډې د سرمنشي مرستيال کانت توميش ، په قزاقستان کې د بېلا بېلو هېوادونو ډيپلوماتانو او د بېلا بېلو پوهنتونو لارښوونکو او محصلينو په شمول څو سوو تنو په دې سيمينار کې ګډون کړی و.

په قزاقستان کې د چين سفير يوی يو چنګ په اسيا کې د امنيتي اوضاعو په هکله وويل که څه هم له ډېرو کلونو څخه راپدې خوا په اسيا کې امنيتي اوضاع عموما ارامه ده، خو د ډېرو تاريخي او واقعي لاملونو له امله، اوس د اسيا امنيت له زياتو ننګونو سره مخامخ دی. هغه وويل

(( ويل کېږي چې اسيا په اوسنی نړۍ کې يوه حياتي ځواک او پټ توان لرونکې سيمه ده او د پرمختګ سرعت يې هم ګړندی دی، له ډېرو کلونو څخه راپدې خوا په اسيا کې امنيتي اوضاع عموما ثابته ده . سوله، ثبات او پرمختګ د ډېرو هېوادونو ګډ نظر دی. خو په عين وخت کې د کور دننه او بهرنيو عواملو په اثر په دې وروستيو کلونو کې په اسيا کې امنيتي ننګونې د زياتېدو په حال کې دي، د بېلګې په توګه د دوهمې نړيوالې جګړې لخوا پاتې شوې مسلې، پر سمندري سيمې شخړې او داسې نورې. برسيره پر دې، اوس اسيا د ترهګرۍ، طبيعی پېښو او انټرنيټي شبکې د جرمونو په شمول له ځينو ننګونو سره هم مخامخ شوې ده. ))

لوی سفير يوی يو چنګ دې ته اشاره وکړه چې د اسيا د امنيت ساتلو لپاره بايد د سيمې د خونديتوب په هکله يو داسې چوکاټ جوړ شي چې د بېلا بېلو خواوو اړتياوې پوره کړي. هغه وويل د اسيا د اعتماد غونډه د اسيايي هېوادونو تر منځ يو د بل د تفاهم او باور د پياوړتيا لپاره يوه ګټوره زمينه ګرځېدلې ده. ده وويل

(( د قزاقستان ولسمشر نظربايف په ١٩٩٢ کال کې د م م په اوه څلويښتمه اسامبلۍ کې د اسيا د اعتماد غونډې د جوړېدو په هکله وړانديز وکړ. د څه دپاسه شلو کلونو له پرمختګ وروسته اوس دغه غونډه څلورويشت غړي او ديارلس کتونکي هېوادونه لري او موخه يې د اسيا د بېلا بېلو هېوادونو او نړيوالې ټولنې لخوا منل شوې ده او د اسيا او نړۍ د سولې او ثبات لپاره يې مهم رول لوبولی دی. ))

په عين وخت کې ښاغلي يوی يو چنګ پر دې ټينګار وکړ چې امنيت د اسيا د پرمختګ لپاره ضمانت دی. په نړيوالو پيچلو اوضاعو کې د اسيا هېوادونه بايد د امنيت په هکله نوې نظريې جوړې کړي.

د اسيا د اعتماد غونډې د سرمنشي مرستيال کانت توميش وويل په نويو اوضاعو کې د دې غونډې غړي هېوادونه بايد د يوې اسيا د ګډو ګټو لپاره کوښښونه وکړي. نوموړي د دې غونډې د راتلونکي پرمختګ په هکله وويل دغه غونډه ستر پټ توان لري. ده وويل

(( د اسيا د اعتماد غونډه په نړۍ کې يو ډېر ځوان سيمينار دی، خو په دې غونډه کې امنيتي موضاعات له پراخو ساحو سره اړه لري، نو د دې غونډې راتلونکی پرمختګ ستر پټ توان لري. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای