د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال چنګ ګوه پنګ د مې په اتمه نېټه په بېجينګ کې وويل د اسيايي هېوادونو تر منځ يو د بل د همکارۍ او د اعتماد د تدبير غونډې يعنې د اسيا د اعتماد غونډې له جوړېدو څخه راپدې خوا مهم برياليتوبونه تر لاسه کړي. دغه غونډه په اسيا کې د امنيتي اوضاعو د سلامشورې لپاره يو مهم څواړهيز فورم بلل کېږي او د راتلونکي پرمختګ لپاره ستر توان لري.
د روانې مياشتې په شلمه او يوويشتمه نېټه به د چين په شانګهای ښار کې د اسيا د اعتماد غونډې څلورمه سرمشريزه غونډه جوړه شي. برسيره پر دې، چين به د ٢٠١٤ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې د دې غونډې د ريس هېواد په توګه هم دنده پر غاړه واخلي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |