CRI Online

د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال: د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور د پياوړتيا مجلس په سرمشريزه غونډه کې به د اسيا پر امنيتي مسلو بحث وشي.

cri     (GMT+08:00) 2014-05-09 10:49:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور د پياوړتيا مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه به د مې له ٢٠مې نېټې نه تر ٢١مې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي. د مې په ٨مه نېټه د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال چنګ ګوه پينګ په بېجينګ کې وويل، چې برخوال به په دغه غونډه کې د اسيا په مهمو امنيتي مسلو بحث وکړي او دغه غونډه به د اسيا د امنيت او ثبات د ساتلو او د اسيا د نوي امنيتي جوړښت د ابادۍ لپاره مهم رول ولوبوي.

له ٢٠١٤ کال نه تر ٢٠١٦ کال پورې به چين د دغه مجلس رئيسه هېواد وي. ښاغلي چنګ وويل، چې چين به د دغه مجلس په پنځو برخو کې د غړو هېوادونو ترمنځ د باور د پياوړتيا، د دغه مجلس د نظام د لوړتيا او د اسيا د امنيت د ساتلو او د سيمه ييزې همکارۍ د نژدې کېدو په باره کې د دغه مجلس د رول د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای