د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ د مې په دوولسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د چين د دولت ريس شي جن پينګ په بلنه، د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل به د روانې مياشتې له شپاړسمې نېټې څخه تر يوويشتمې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي او د اسيا د اعتماد غونډې په څلورمه سرمشريزه غونډه کې به ګډون ولري.
مېرمن هوا چون ينګ په عين وخت کې اعلان وکړ چې د ريس شي جن پينګ په بلنه د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربيف به د روانې مياشتې له نولسمې نېټې څخه تر دوه ويشتمې نېټې پورې چين ته سفر وکړي او په ياده سرمشريزه غونډه کې به هم برخه ولري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |