CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ترکمانستان له ولسمشر سره خبرې اترې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2014-05-12 20:11:34

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ په دوولسمه نېټه د چين د خلکو په لوی تالار کې د ترکمانستان له ولسمشر ګوربانګولي بيرديموهاميدوو سره خبرې اترې وکړې.

رئيس شي جين پينګ وويل، چې په ٢٠١٣ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو له ټينګېدو راپدېخوا متقابل ساسي باور لا نژدی شوی. چين د زړېزو ګټو او د پاملرنې وړ مسلو په اړه له چين څخه د ترکمانستان له ملاتړ څخه مننه کوي. دواړو خواوو د افراطيتو، بېلتون غوښتونکو او ترهګرۍ پرضد د مبارزې او د دې سيمې د امنيت او ثبات د ساتنې په برخو کې نژدی تګ راتګ ټينګولی دی او ټينګوي يي.

ولسمشر بېرديموهاميدوو وويل، چې اوسمهال د دواړو هېوادونو اړيکې نوې مرحلې ننوتلې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل تفاهم او باور لا ټينګ شوی دی.

له خبرو اترو وروسته دواړو مشرانو په ګډه د چين او ترکمانستان ترمنځ د دوستانه همکارۍ تړون ، د چين او ترکمانستان ترمنځ د پرمختګ او ستراتيژيکو اړيکو د ژورتيا په اړه ګډه اعلاميه او د ٢٠١٤ کال نه تر ٢٠١٨ کال پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکيو د ټينګېدو پلان د جوړونې اعلاميه لاسليک کړه او د طبيعی ګازو، کرنې، ترافيک، پولي چارو او کولتور په شمول د زياتو سندونو د لاسليکولو په مراسم کې يې ګډون درلود.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای