CRI Online

بان کي مون، پوټين او روحانی به چين ته سفر وکړي او د اسيا د متقابل باور او همکارۍ د مجلس په سرمشريزه غونډه کې به برخه واخلي.

cri     (GMT+08:00) 2014-05-13 16:37:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت ويبپاڼې د مۍ په ديارلسمه نېټه خبر ورکړ چې د چين د حکومت په بلنه د م م سرمنشي بان کي مون به د مۍ له ١٨مې نېټې نه تر ٢٢مې نېټې پورې چين ته رسمي سفر وکړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين به د مۍ له ٢٠مې نېټې نه تر ٢١مې نېټې پورې او د ايران ولسمشر حسن روحانی به د مۍ له ٢٠مې نېټې نه تر ٢٢مې نېټې پورې په جلا جلا توګه له چين څخه رسمي ليدنه وکړي. د دې ترڅنګ دوی به په شانګهای کې د اسيا د متقابل باور او همکارۍ د مجلس په سرمشريزه غونډه کې هم برخه واخلي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای