CRI Online

د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال ليو جيان چاو : چين د اسيا د نوې امنيتي نظريې فعال پالونکی او پلی کوونکی دی

cri     (GMT+08:00) 2014-05-14 10:09:19

د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور سرمشريزه غونډه به د روانې مياشتې له ٢٠ نيټې څخه تر ٢١ نيټې پوری په شانګهای کې ترسره شي او دا لومړی ځل دی چې چين د دغې سرمشريزې غونډې مشري کوي.

د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال ليو جيان چاو څرګنده کړه چې چين هيله لري چې په دغه سرمشريزه غونډه کې د اسيا نوې امنيتي نظريه وړاندې کړي او د اسيا د امنيتي او همکاريز نوی چوکاټ په اړه فعال بحثونه وکړي. هغه وويل چې چين د اسيا د نوې امنيتي نظريې فعال پالونکی او پلی کوونکی دی.

د چين سوله او پرمختګ له ګاونډيو هيوادونو سره نژدې تړاو لري او دغو هېوادونو ته به ګټې هم ورسوي. چين هميشه ادعا کوي چې د نيک ګاونډيتوب دېپلوماسی پلی کوي. د سوله ييزې انکشافي لارې تطبيق د چين يوه اصلي پاليسي ده او دغه تګلاره په کوم وخت او يا هم د کومې پېښې له امله نه بدليږي. دوهم، چين د ګډو ګټو همکاری هڅونکی هم دی او پر دی ټينګار کوي چې د خپل ځان انکشاف له لارې د اسيا سمسورتيا وهڅوي. دريم، چين د اسيا په امنيتي چوکاټ کې مهم ګډون کوونکی هم دی او د سيمه ييزو تودو مسئلو د حل لپاره يې مسولانه رول لوبولی او لوبوي يی.

_زلمی

  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای