CRI Online

هندي کارپوهان د اسيا د متقابل باور او همکارۍ مجلس سرمشريزې غونډې ته پام کوي.

cri     (GMT+08:00) 2014-05-14 15:21:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيا د متقابل باور او همکارۍ مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه به د مۍ له ٢٠مې نېټې نه تر ٢١ مې نېټې پورې د چين په شانګهای کې تر سره شي. چين به د دغې غونډې په ترڅ کې بېلا بېلو خواوو ته د اسيا د امنيت ساتنې په اړه نوې نظريې څرګندې کړي. د هند کارپوهان دې ته زياتې پاملرنې ورکوي. نو په نننۍ کړۍ کې به په دې اړه يوه تبصره واورئ.

د هند د نوی ډيلی د ستراتيژيکي ابتکارانو فورم کارپوه ماجور ګينيرال ديپانکار بانيرجي وويل چې د تېرې پيړۍ په نهمه ليسزه کې د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته په نړيوال سياسي امنيت او اقتصادي حالاتو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي او سوله، همکاري او پرمختګ د مختلفو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د ټينګېدو لپاره د پاملرنې وړ نوې نښه ګرځېدلي ده. نو په دې حال کې د اسيا د امنيت ساتنې نوې نظريې وړاندې شوې دي.

نوموړي وويل، چې د تېرې پيړۍ له نهمې لسيزې څخه راپدېخوا په اسيا او په شاوخواوو سيمو کې امنيتي اوضاع ډېره بدله شوې ده. څرنګه چې اسيا او ارام سمندر سيمې ته د امريکا د ستنېدو ستراتيژي او د لويديځي اسيا او شمالي افريقا اوضاعو د تزلزل له امله د امنيت په اړه د زياتو هېوادونو نظريې بدلې شوې دي. د ده په اند، اوسمهال اسيايي هېوادونه بايد په نوي نظر د دې سيمې امنيتي حالاتو ته وګوري او د مسلو د حلولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. ده وويل، 

لازمه ده چې د بېلا بېلو هېوادونو مشران بايد د دغې غونډې په چوکاټ کې د ډيالوګ او خبرو اترو له لارې د نويو نظريو تبادلې وکړي، ډيالوګ او همکارۍ دې پياوړی کړي او په ګډه دې د مسلو د حلولو لپاره سوله ييزې لارې چارې ومومي.

هغه وويل، چې اوسمهال د اسيا امنيت له نويو ننګونو سره مخامخ دي. د ځمکو او سمندر پر کشالو سربېره، د ايکولوژۍ، چاپيريال، کرنې او انرژۍ په برخو کې د امنيت ساتلو په وړاندې ننګونې هم ډېر څرګندې دي. د ده په اند، د ګډ امنيت، عمومي امنيت، همکاري امنيت او دواملرونکی امنيت په اړه د چين لخوا وړاندی شوی نظريې ډېرې ښې دې او په راتلونکي کې د امنيت د مانا د بياټاکنې لپاره ډېرې ګټورې وي. هغه وويل، چې متقابل باور د عمومي امنيت د ساتلو لپاره ډېر اهميت لري او بېلا بېل هېوادونه بايد متقابل درناوی او تګ راتګ پياوړی کړي. ده وويل، 

داسی موخې بايد د مختلفو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له لارې تر سره شي او نه د مبارزې له لار. د امنيت ساتل بايد د ګډو ګټو پر بنسټ وساتل شي. بېلا بېل هېوادونه دې د ډيالوګ او خبرو اترو له لارې د يو بل اړتياوې پوره کړي او د مسلو د حلولو لپاره دې تدبيرونه ونيسي.

نوموړي وويل، چې د چين نوې لارښوونکې ډلې د يوويشتمې پيړۍ لپاره په سمندر کې د وريښمو لارې د ګډې ابادۍ په اړه مفکوره وړاندی کړې ده. دا د سيمه ييز امنيت او همکارۍ د پياوړتيا لپاره نوی تدبير دی. چين او هند د اسيا د لويو هېوادونو په توګه د دې سيمې د امنيت د ساتلو لپاره مهم رول لوبولی او لوبوي يي. نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به د اسيا په عمومي امنيت باندې ژوره اغيزه ولري. ده وويل،

د شي جين پينګ په مشرۍ د چين د نوی مشرتابې له ټاکل کېدو راپدېخوا يو نيم کال تېر شوی دی. د روانې مياشتې تر پايه پورې به په هند کې نوی حکومت رامنځته شي. ويل کېږي چې د چين او هند ترمنځ د اړيکو پرمختګ او د اسيا له نورو هېوادونو سره د دغو دواړو هېوادونو د اړيکيو پرمختګ به پر يادې شوې غونډې او په راتلونکي کې د اسيا پر امنيت باندې ژورې اغيزې ولګوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای