CRI Online

د قرغزستان ولسمشر به د اسيا د متقابل اعتماد او همکارۍ په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-05-14 18:31:03

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند چن ګانګ د مۍ په څوارلسمه نېټه اعلان وکړ چې د چين د دولت ريس شي جن پينګ په بلنه، د قرغزستان ولسمشر المازبيک اتمبايف به د روانې مياشتې له اتلسمې نېټې څخه تر يوويشتمې نېټې پورې له چين څخه ليدنه وکړي او په شانګهای کې به د اسيا د متقابل اعتماد او همکارۍ غونډې په څلورمه سرمشريزه غونډه کې هم ګډون ولري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای