څو ورځې نه وروسته به د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور د مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه د چين په شانګهای کې ترسره شي. د چين د بهرنيو چارو وزارت مامور په ١٥ نېټه څرګنده کړه چې د دغه مجلس عمده موضوع ديالوګ باور او همکاري پياوړې کول او سوله ييزه امنيتي ثابت او همکاريزه اسيا ابادول دي. چين به په نوبتي توګه د دغه مجلس رئسه هېواد وګرځي چې په دی چوکاټ کې واقعي همکاري وهڅوي او د تروريستۍ او نشه يي توکيو پرضد د مبارزې په برخه کې د بېلابېلو هيوادونو همکاري پياوړې کړي.
اسيا د اوسنۍ نړۍ د اقتصاد د خوځنده انجين بلل کيږي خو د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د دايمي شخړې، د ايران د هستوي مسئلې، د کوريا ټاپووزمې د هستوي مسئلې ، عراق او افغانستان د مسئلو په ګډون له يو لړ امنيتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |