CRI Online

د قزاقستان کارپوهان هيله لري چې چين د اسيا د متقابلې همکارۍ او باوري تدبيرونو سرمشريزې غونډې د بريالۍ کېدو لپاره هڅه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-05-15 15:18:18

د مۍ له شلمې نېټې څخه تر يوويشتمې نېټې پورې به د اسيا د متقابلې همکارۍ او باوري تدبيرونو څلورمه سرمشريزه غونډه د چين په شانګهای ښار کې تر سره شي.چين به له ٢٠١٤ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې د دغې غونډې د رئيسه هېواد دندې پلې کړي. په دې وروستيو ورځو کې د قزاقستان چارواکو او کارپوهانو د چين نړيوالې راډيو له خبريالانو سره د ځانګړې مرکې په وخت کې د دغې غونډې د رول ډېره ستاينه وکړه.

د اسيا د متقابلې همکارۍ او باوري تدبيرونو سرمشريزه غونډه د امنيتي مسئلې په اړه يوه څو اړخيزه غونډه ده او عمده موخه يې د اسيا په سترې برخې کې د موثر او مجموعي امنيتي ضمانت د نظام جوړول او سيمه ييزه سوله ، امنيت او ثبات ساتل دي.د پخواني شوروي اتحاد د غړو جمهوريتونو تر منحل کېدو وروسته د قزاقستان ولسمشر نظربايف د ١٩٩٢ کال په اکتوبر کې د م م د ٤٧مې دورې په عمومي اسامبله کې د دې سرمشريزې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.د دغې غونډې د سکرتريت مرستيال کانات توميش وويل(اواز ١)

د ٢٠مې پيړۍ د ٩ مې لسيزې په پيل کې نړۍ له نويو ننګونو سره مخامخ وه، په تېره بيا د نورو سيمو په مقايسه اسيايي هېوادونه رنګارنګ او ټوټې ټوټې پراته دي . برسيره پردې د نړيوال کېدو بهير په ګړنديتوب سره هم په اقتصادي او ټولنيزه پرمختيا کې د اسيايي هېوادونو ترمنځ نابرابري شديده شوېده چې په نتيجه کې د اسيا امنيتي حالت ورځ په ورځ ترينګلي شوي ، ترهګري ، نړيوال جنايتونه او د انسانانو او نشه يي موادو قاچاق هم اوج ته رسيدلي دي. د نوموړو مسلو د پوره حل لپاره په ١٩٩٣ کال کې نظربايف د يادې غونډې د جوړولو وړانديز وکړ.

له شلو کلونو راهيسې د اسيا د متقابلې همکارۍ او باوري تدبيرونو سرمشريزې غونډې پرمختګونه تر لاسه کړي او اوس په اسيا کې تر ټولو ستر څو اړخيز امنيتي فورم دی چې ٢٤ غړي هېوادونه او ١٣ کتونکي هېوادونه لري او د دې غونډې موخه هم د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ ګرځېدلی ده.د قزاقستان د ولسمشرۍ ستراتيژيک انسټيټوټ کارپوه روسلان ايزيموف د اسيا د مقام او د امنيتي اوضاعو د يادونې په وخت کې وويل چې اوس اسيا په نړۍ کې مهم مقام نيسي. اسيايي هېوادونه د اقتصاد او سوداګرۍ،کولتور،انرژۍ، ترانسپورټ، د چاپيريال ساتنې او د طبيعي مصيبتونو د ادارې په برخو کې د همکارۍ ستر پټ توان لري.خو په عين وخت کې په اسيا کې بېلا بېلو تضادونه هم موجود دي او امنيتي اوضاع د خوشبينۍ وړ نه ده.

(اواز ٢)

په اسيا کې امنيتي حالات پيچلي دي.نه يوازې د اسيايي هېوادونو ترمنځ د خاورو شخړې ، د اوبو سرچينې او د نشه يي توکو مسئلې شته ، بلکې د افغانستان او پاکستان ترهګرۍ او د کوريا د ټاپو وزمې مسئلې هم شتون لري .

د ايزيموف په اند، د نړيوال کېدو په وړاندې هېڅ يو هېواد په يو اړخيز ډول د اسيا امنيتي مسئلې نه شي حل کولی،همکاري د مسئلو د حلولو يوازينۍ لار ده. د اسيا د متقابلې همکارۍ او باوري تدبيرونو سرمشريزې غونډې د سکرتريت مرستيال کانات توميش وړانديز وکړ چې د دې غونډې بېلا بېل هېوادونه دې د يوې اسيا او يوې هيلې لپاره ګډ کوښښ وکړي.

ښاغلي ايزيموف هيله لري چې چين د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د خپل غښتلي توان او نړيوالې اغېزې په وسيله د يادې غونډې د بېلا بېلو غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي.(اواز ٣)

د اسيايي هېوادونو غوښتنې بېلې دي، چين د زياتو اسيايي هېوادونو ګاونډي هېواد دی او د اسيا مرکز هم دی.نو موږ هيله لرو چې چين د دغې غونډې د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ټينګېدو لپاره هڅه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای