CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيا د متقابل همکارۍ او باور مجلس د څلورمې سرمشريزې غونډې په اړه ځانګړی خبري ناسته تر سره کړه.

cri     (GMT+08:00) 2014-05-15 16:49:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت د مۍ په پنځلسمه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه او د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال چنګ ګوه پينګ پکې د اسيا د متقابل همکارۍ او باور مجلس د څلورمې سرمشريزې غونډې په اړه او د دغې غونډې په ترڅ کې چين ته د يو شمېر هېوادونو د مشرانو د سفرونو په اړه معلومات يې معرفی وکړل.

هغه وويل، چې دغه غونډه به د مۍ له ٢٠مې نېټې نه تر ٢١مې نېټې پورې په شانګهای ښار کې تر سره شي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د دې غونډې مشرۍ وکړي او د ٤٦ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشران، مسؤلين او استازي به په دغه غونډه کې برخه واخلي. په دغه غونډه کې به چين په رسمي توګه د ٢٠١٤ کال نه تر ٢٠١٦ کال پورې د دغه مجلس د رئيسه هېواد په توګه وټاکل شي.

نوموړي وويل، چې د دغې غونډې عمومي مضمون دا دی چې د ډيالوګ د پياوړتيا او د باور او همکارۍ د ټينګېدو پر بنسټ د اسيا د سولې، ثبات او همکارۍ پياوړی کړي. برخوال به د اسيا د امنيتي اوضاعو د ښه والي او د دغه مجلس په چوکاټ کې د تګ راتګ، اعتماد او همکارۍ د پياوړتيا په ګډون د يو لړ مضوعاتو په اړه بحث وکړي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په دغه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړي، د اسيا د امنيتي حالاتو په اړه به د چين دريځونه بيان کړي، د اسيا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ به د ډيالوګ او همکارۍ د نژدې کېدو په هکله د چين وړانديزونه وکړي او له اسيايي هېوادونو څخه به غوښتنه وکړي چې د اسيا د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. بر سېره پردې، په دغه غونډه کې به د شانګهای اعلاميه خپره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای