سږ کال د چين د بهرني دوستۍ د ټولنې د ټينګيدو ٦٠ کاليزه ده. د روانې مياشتې په ١٥ نېټه د چين ولسمشر شي جين پينګ له څه دپاسه ٨٠٠ چيني او بهرني دوستانه شخصيتونه د دغې ټولنې د يادونې په غونډه کې حاضر شول. شي جين پينګ وويل چې بايد د ملکي دېپلوماسۍ له لارې د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ احساسات او اړيکې نورهم نږدی شي. د چيني ملت په بدن کې تيری کوونکي وينې نه ليدل کيږي چين غواړي د نړۍ له نورو هيوادونو سره په سوله کې ژوند او پرمختګ وکړي او په ګډه سره سوله وساتي. شي جين پينګ د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره د يادې ټولنې کوششونو ته ستر اهميت ورکړی دی. هغه وويل چې د خلکو ترمنځ دوستي د نړۍ د سولې او پرمختګ بنسټ او د ګډو ګټو مخکنی شرط هم دی. د بېلابېلو هيوادونو خلک يوازی په دوستۍ سره د سولې او پرمختګ ګډ اوميد پوره کولی شی.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |