CRI Online

چين او روسيه به د اسيا د متقابل اعتماد او همکارۍ د غونډې په چوکاټ کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-05-16 15:47:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيا د متقابل اعتماد او همکارۍ د مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه به د روانې مياشتې په شلمه او يوويشتمه نېټه په شانګهای ښار کې تر سره شي. د روسيې ولسمشر پوتين به پکې ګډون ولري.

دغه غونډه د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې د قزاقستان د ولسمشر نظربايف لخوا وړاندې شوه. له دوه ويشتو کلونو څخه راپدې خوا د دې غونډې د پرمختګ په بهير کې د اسيا او شاوخوا سيمې د امنيت اوضاع هم د پيچلي بدلون په حال کی او له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی. پوتين چين ته له خوځېدو مخکې له خبريال سره د مرکې په وخت کې د اسيا د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د امنيتي همکارۍ د پياوړتيا پر اهميت ټينګار وکړ او و يې ويل

(( له افغانستان څخه د بېلا بېلو هېوادونو د پوځونو په ايستلو سره د اسيا امنيتي اوضاع له ډېرو ننګونو سره مخامخ ده، نو په دې حال کی د اسيا د متقابل اعتماد او همکارۍ د غونډې د نظام پرمختګ ډېر مهم دی. ))

هغه په عين وخت کې دې ته اشاره وکړه چې د روسيې او چين تر منځ اړيکې د نړيوال ثبات د ساتلو لپاره يو مهم عمل دی، دواړه هېوادونه د اسيا د متقابل اعتماد په چوکاټ کې د ډېرو مسلو په هکله بحثونه کولای شي.

د اسيا د متقابل اعتماد او همکارۍ غونډه څلورويشت غړي او ديارلس کتونکی هېوادونه او سازمانونه لري. اوس د منځنۍ ختيځ د مسلې، د افغانستان د کورنې جګړې، د ايران د ذروي مسلې او د شمالي کوريا د ذروي مسلې او د خاورې، ټاپو او سمندر په برخو کې د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د سخړو له امله، اسيا په نړۍ کې يوه داسې سيمه ګرځېدلې ده چې امنيتي اوضاع يې ډېره پيچلې ده. برسيره پر دې، اسيا د ترهګرۍ، تندلارۍ، نړيوالو جرمونو، د چاپيريال ککړتيا، د انرژۍ د امنيت او د غلودانو د خونديتوب په شمول د مسلو د ليرې کولو دنده هم لري. د روسيې د کارپوه په اند، اسيا خپله ځانګړتيا لري چې د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګونو په سويه کې ستر توپيرونه موجود دي او د امنيتي همکارۍ په برخه کې يو داسې نظام نشته چې په پراخه توګه منل شوی. دا د اسيا د متقابل اعتماد او همکارۍ د غونډې لپاره هم ننګونه او هم فرصت دی.

د روسيې د ليری ختيځ د څېړنيزې ادارې د څېړنې او وړاندوينې مرکز مشر وينګلدوف وويل له اوږدې مودې راهيسې اسيا د ډله ييز امنيت نظام نه لري، د متقابل اعتماد او همکارۍ د غونډې په اثر په اسيا کې د امنيتي مسلې د حلولو لپاره يو ډول ځانګړی سياسي نظام رامنځته شو. خو دا لومړی ګام دی. هغه وويل

(( د مثال په توګه، نږدی ټول اروپايي هېوادونه د اروپا د امنيتي همکارۍ د سازمان غړي دي، خو په اسيا کې حال ډېر بېل دی، زياتو اسيايي هېوادونو او سازمانونو د متقابل اعتماد او همکارۍ د غونډې په نظام کې نه دی ګډون کړی. دغه راز د دې نظام اغېزې محدودې دي. ))

د مسکو د نړيوالو اړيکو د پوهنځی د يو څېړنيز مرکز مشر نکيتين وړانديز وکړ چې د اسيا د متقابل اعتماد او همکارۍ غونډه بايد د دوهمې کچې د سيمه ييزې همکارۍ نظام جوړ کړي. هغه په عين وخت کې د دې غونډې په هکله د روسيې دريځ څرګند کړ او و يې ويل د روسيې دوه پر درېيم برخه خاوره په اسيا کې پرته ده، نو د اسيا ارامتيا او ثبات د روسيې لپاره ستر اهميت لري. روسيه به د دې غونډې نظام د پرمختګ د هڅولو لپاره خپل کوښښونه وکړي.

په سږني سرمشريزه غونډه کې به چين د اسيا د متقابل اعتماد او همکارۍ د نوبتي ريس دنده پر غاړه واخلي چې ماموريت به يې له ٢٠١٤ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې دوام ولري. د روسيې د کارپوهانو په اند، دغه غونډه يو ځواکمن لارښوونکی ته اړتيا لري او چين د دې غونډې له جوړېدو راهيسې تل يو فعال ګډون کوونکی هېواد دی. بله خوا، چين او روسيه په بېلا بېلو برخو کې نژدې همکاريزې اړيکې لري. دغه دواړه لوی هېوادونه به د اسيا د متقابل اعتماد په دغه نظام کې د اسيا د امنيت نوی شکل د جوړېدو د هڅولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي او پر دې بنسټ به حتی د نړيوال سياست او اقتصاد نوی جوړښت رامنځته شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای