CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه معرفي کړه

cri     (GMT+08:00) 2014-05-16 15:18:32
د چين د بهرنيو چارو وزارت د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه معرفي کړه

د سين هوا اژانس دخبر له مخې د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس څلورمه سرمشريزه غونډه به د روانې مياشتې له ٢٠ نيټې څخه تر ٢١ نيټې پوری د چين په شانګهای کې ترسره شي. د چين جمهوررئيس شي جين پينګ به د دغې غونډې مشرتابه وکړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت معين چنګ ګوه پينګ په ١٥ نېټه دغه غونډه معرفي وکړه.

هغه وويل چې تر اوسه پورې د ٤٦ هيوادونو يا سازمانونو مشرانو په دغه غونډه کې ګډون تائيد کړی چې له دغې جملې څخه ١١ تنه ولسمشران ٢ حکومتي مشران او د ١٠ نړېوالو سازمانونو مشران شامل دي. چين به په دغه غونډه کې له ٢٠١٤ کال نه تر ٢٠١٦ کال پورې د دغه سازمان رئيسه دنده پرغاړه واخلي.

چنګ ګوه پينګ زياته کړه چې جمهوررئيس شي جين پينګ به په دغه غونډه کې د اسيا د امنيتي حالاتو په اړه د چين نظرونه د امنيتي ديالوګ او همکارۍ په اړه د چين وړانديزونه او د اسيا د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د چين غوښتنې وړاندی کړي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای