CRI Online

شي جين پينګ د ترکيې له ولسمشر عبدالله ګل سره ټلفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2014-05-16 19:53:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مۍ په ١٦مه نېټه د ترکيې له ولسمشر عبدالله ګل سره ټلفوني خبرې وکړې.

ولسمشر ګل وويل، چې څو ورځې مخکې په ترکيې کې د سکرو په يو کان کې سخته چاودنه وشوه. له دې نه وروسته مې ژر د رئيس شي جين پينګ د همداردۍ پيغام تر لاسه کړ. نو زه د ترکيې د حکومت او خلکو په استازيتوب درڅخه مننه څرګندوم.

رئيس شي جين پينګ وويل، چې په دغه پېښه کې د ترکيې د خلکو سر او مال ته سخت زيان رسېدلی دی، نو زه يو ځل بيا د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب د مړه شويو کسانو خپلوانو ته خواشيني څرګندوم. هغه وويل، چې په راتلونکي اوونۍ کې به چين له ترکيې څخه د اسيا د متقابل همکارۍ او باور د مجلس د رئيسه هېواد حق تر لاسه کړي. باور لرو چې د اړوندو خواوو د ګډو کوښښونو له لارې به دغه سرمشريزه غونډه به د بېلا بېلو خواوو ترمنځ همکاري پياوړی شي او د اسيا د سولې او پرمختګ د پياوړتيا لپاره مثبت رول ولوبوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای