CRI Online

په شانګهای کې د اسيا د متقابل همکارۍ او باور مجلس سرمشريزه غونډه به ډېره لوړه پيمانه ولري.

cri     (GMT+08:00) 2014-05-18 14:57:25

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال چنګ ګوه پينګ د مۍ په ١٨مه نېټه په شانګهای کې د اسيا د متقابل همکارۍ او باور مجلس د سرمشريزې غونډې په مطبوعاتی مرکز کې وويل چې باور لرو چې د بېلا بېلو خواوو د ګډو کوښښونو پر رڼا به دغه سرمشريزه غونډه به د اسيا د متقابل او باور مجلس په تاريخ کې تر ټولو ډېره لوړه پيمانه ولري او د اسيا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره به يوه ښه صحنه وګرځي.

نوموړي وويل چې د دغه مجلس د غړو هېوادونو، کتونکو هېوادونو او مېلمانو په شمول د ٤٦ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشران، مسؤلين او استازي به په دغه غونډه کې برخه واخلي او له دې جملې څخه د افغانستان، ايران، قزاقستان، پاکستان او روسيې په شمول د يوولسو هېوادونو ولسمشران او د م م د سرمنشي بان کې مون په ګډون د لسو نړيوالو سازمانونو مسؤلين به پکې ګډون ولري. بر سېره پردې، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داوتوګلو به د دغه هېواد د ولسمشر ګل د ځانګړي استازي په توګه په دغه غونډه کې حاضر وي.

هغه زياته کړه چې د شلمې نېټې په شپې به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان به د دغو مېلمانو د هرکلی لپاره يوه مېلمستيا تر سره کړي او ورسره به له هنري نندارې سره وګوري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای