د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر پوټين په دې وروستيو ورځو کې وويل چې چين د روسيې باوري ملګری دی او له چين سره د اړيکو ټينګتيا د روسيې د ډيپلوماسۍ غوره طرف دی.
نوموړي به د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په بلنه د مې له ٢٠مې نېټې څخه تر ٢١مې نېټې پورې چين ته رسمي سفر وکړي او په شانګهای کې به د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس د څلورمې دورې په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. هغه له دغه سفر مخکې چيني خبري رسنيو ته يادې خبرې وکړې.
پوټين وويل چې د ګډو کوششونو له لارې د روسيې او چين ترمنځ ډېره نمونوی همکاري جوړې شوې چې دغه ډول همکاري بايد د لويو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو مثال وبلل شي. دواړه هېوادونه د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه ورته دريځونه لري او د خپلمنځي همکارۍ ژوروالی غواړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري همکارۍ په اړه پوټين زياته کړه چې د هېواد کال، د ژبې کال او د سيلانۍ کال په شمول لوی پلانونه ډېر اغيزمن دي چې له مليونو نه زيات خلکو په دغو فعاليتونو کې ګډون کړی دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |