CRI Online

وانګ ايي د م م له عمومی سرمنشي بان کي مون سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-05-19 09:11:44

د سينهوا اژانس دخبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د مې په اتلسمه نېټه په شانګهای کې د م م له عمومی سرمنشي بان کي مون سره وکتل.

وزير وانګ ايي وويل چې په شانګهای کې د اسيا د متقابل همکارۍ او باور سرمشريزه غونډه به تر سره شي .چين غواړي چې له اړوندو خواوو سره يو ځای له اسيايي اړتياوو سره سم د اسيا د امنيتي نظريو او د سيمه ييز امنيتي جوړښت د جوړولو لپاره ګډ کوښښ وکړي.هغه پردې ټينګار وکړ چې اسيايي هېوادونه بايد د اسيا په چارو کې عمده رول ولوبوي او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره توان لري.

بان کي مون وويل چې د يادې غونډې د جوړېدو له امله به د اسيايي هېوادونو ترمنځ متقابل باور ټينګ شي .م م د دې غونډې د برياليتوب څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي وانګ دې ته اشاره وکړه چې د م م د امنيت شورا د يوه دايمي غړي په توګه چين د عدالت او نړيوالي سولې د ساتلو لپاره يو مثبت ځواک دی .مونږ به تل تر تله د م م له کارونو څخه ملاتړ وکړو.

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای