د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په اتلسمه نېټه په شانګهای کې د قرغيزستان له ولسمشر اتامبايف سره خبرې اترې وکړې.دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو راهيسې په بېلا بېلو ساحو کې د همکاريزو لاس ته راوړنو لوړه ارزونه وکړه او پرېکړه يې وکړه چې د دې اړيکو د ژورتيا او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.
په خبرو اترو کې رئيس شي جين پينګ وويل چې چين د قرغيزستان د باور وړ او صميمی دوست دی او تر خپلې وسې پورې به د قرغيزستان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره خپلو مرستو ته دوام ور کړي او په دې هېواد کې به د چيني تصديو پانګونې وهڅوي.
ولسمشر اتامبايف وويل چې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې هېڅ لاينحلی مسئله نه شته .قرغيزستان د چين له بې غرضه مرستې څخه ډېره مننه کوي او د چين د کليدي ګټو او د پاملرنې وړ مسئلو په هکله د چين څخه ټينګ ملاتړ کوي.
غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |