CRI Online

شي جين پينګ د مغولستان له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-05-19 12:23:11

 

د سنيهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په نولسمه نېټه په شانګهای کې د مغولستان له ولسمشر تساکهيا البګدورګ سره وکتل.

شي جين پينګ په کتنه کې وويل چې چين له مغولستان سره د اړيکو ټينګولو ته په درنه سترګه ګوري. د دواړو هېوادونو مشران بايد نږدې تګ راتګ وساتي او خپلمنځي همکارۍ ته دې پياوړې کړي. چين غواړي د کاني سرچينو د استخراج، د اساسي تاسيساتو د جوړونې او د پولي همکارۍ د ګډ پرمختګ پر اصولو د وريښمو لارې پر بنسټ د اقتصادي سيمې د ابادۍ له لارې له مغولستان سره همکاري پياوړې کړي او په مغولستان کې د چيني تصديو پانګونې به وهڅوي.

ښاغلي البګدورګ وويل چې د رئيس شي له خوا وړاندې شوې ډيپلوماتيکي افکار د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او سيمه ييزې همکارۍ لپاره مهم لارښوونه او فرصت دی. مغولستان به د تايوان او تبت مسئلو په اړه له چين څخه ټينګ ملاتړ وکړي او د کانو، بريښنا او اساسي تاسيساتو په برخو کې به دوه اړخيزې همکاري ژوره کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای