د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کابل پوهنتون پروفيسر او د تراسپورت پخواني وزير حامدالله فاروقي په دې وروستيو ورځو کې د سينهوا اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور غونډه د اسيايي هېوادونو لپاره د امنيت په برخه کې د همکارۍ او متقابل باور د پياوړتيا فرصت دی، افغانستان غواړي د دې غونډې له لارې د اسيا له نورو هېوادونو سره د افغانستان او شاو خواوو سيمو د سولې او پرمختګ په اړه بحثونه وکړي.
نوموړي وويل چې ټولنيز امنيت او ثبات د يو هېواد د اقتصادي پرمختګ مخکنی شرط دی، د امنيت مسئله هميشه يوه سيمه ييزه مسئله ده او د دې سيمې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او متقابل باور پر بنسټ حل کېدای شي. ياده غونډه د امنيت په برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او متقابل باور د پياوړتيا لپاره همدغسي ګټور فرصت دی.
نوموړي زياته کړه چې د روان کال په پای کې د بهرنيو پوځونو له وتلو وروسته به د افغانستان امنيت په پوره توګه د داخلي ځواک له خوا وساتل شي. چين د افغانستان يو دوست ګاونډی هېواد دی، نو هيله ده چې چين په پرله پسې توګه له اسيايي هېوادونو سره تګ راتګ وساتي.
هغه وويل چې افغانستان د اسيا او جنوبي اسيا په پولو کې پروت دی او تل د وريښمو لارې يوه مهمه برخه او تم ځای دی، نو اقتصادي پرمختګ يې له ګاونډيو هېوادونو سره د همکارۍ څخه نه جلا کېدونکی دی، خو مقابل باور د متقابلې همکارۍ مخکنی شرط دی. اسيايي هېوادونه بايد د متقابل باور له لارې ګډې ګټې او پرمختګ ومومي، تر څو برخه وال اسيايي هېوادونه له برياليتوبونو څخه برخمن شي او د بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې څخه ليری شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |