CRI Online

شي جين پينګ د م م له سرمنشي بان کي مون سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-05-19 15:13:10

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په نولسمه نېټه په شانګهای کې د م م له سرمنشي بان کي مون سره وکتل.

رئيس شي وويل چې نړيواله ټولنه بايد د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ګډې هلې ځلې وکړي. لومړی بايد د شخړو پر سياسي حل ټينګار وشي. په نړۍ کې د توجې وړ مسئلې زياتې دي، سياسي حل د دغو مسئلو د حلولو يوازنۍ غوره لاره ده،له بهرنۍ پوځي لاسوهنېڅخه دې ډډه وشي. دوهم بايد د ګډ پرمختګ موخه پوره شي. م م بايد له ٢٠١٥ کال وروسته د پرمختګ مهال وېش وټاکي او د بېوزليتوب د ليري کولو پر بنسټ دواملرونکی پرمختګ پوره کړي. درېيم، م م بايد په نړيوالو چارو کې د لارښوونې رول ولوبوي، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دې لا نور کوششونه وکړي او نړيواله ټولنه دې وهڅوي چې له هر ډول ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

بان کي مون وويل، واقعتونه دا ښيي چې چين د م م ځواکمن همکار دی. د چين تر رياست لاندی د اسيا د متقابلې هکارۍ او باور مجلس به د اسيايي هېوادونو ترمنځ متقابل اعتماد، همغږي او د امنيت له ننګونو او خطرونو سره اغيزمنه مبارزه پياوړې کړي.

دواړو خواوو د کوريي ټاپووزمې د حالاتو، اوکراين، سوريې او اقليمي بدلون په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای