CRI Online

شي جين پينګ د تاجکستان له ولسمشر راخمنو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-05-19 15:52:42

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې د چين د دولت ئيس شي جين پينګ د مې په ١٩مه نېټه په شانګهای کې د تاجکستان له ولسمشر راخمنو وکتل.

شي جين پينګ وويل چې چين تل ترتله د يوه ښه ګاوندي هېواد،ښه دوست او همکار په توګه تاجکستان بولي او د دولتي ثبات د ساتلو، د اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو او د خلکو د ژوند سويې د لوړولو په برخو کې له تاجکستان څخه ملاتړ کوي.تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټيګېدو راهيسې دغه اړيکې نوی پړاو ته ننوتلی او په بېلا بېلو ساحو کې د خپل منځی همکاری ښه تمايل ښودل شوی دی.

راخمنو وويل چې تاجکستان ټينګ هوډ لري چې له چين سره ښه ګاونديتوب او همکاری پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې دې ژورې کړي ، او تمه لري چې رئيس شي جين پينګ له تاجکستان څخه رسمی ليدنه وکړي او د شانګهای د همکارۍ سازمان د دوشنبی په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي .هغه باور لري چې د دغې ليدنې له امله به د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې نوی پړاو ته ورسيږي.

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای