CRI Online

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د چين نړيوالې راډيو له خبريال زلمي سره مرکه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-05-21 17:22:05

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د مې په نولسمه نېټه په شانګهای کې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له خبريال احمد زلمي سره ځانګړۍ مرکه وکړه. هغه د مرکې په ترڅ کې د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس په شمول په سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو کې د چين د مهم رول لوړه ستاينه وکړه. دا په ياده غونډه کې د ګډون لپاره چين ته د سفر په ترڅ کې له خبري رسنيو سره د ولسمشر حامد کرزي لومړنۍ مرکه وه او د ده لپاره لومړی ځل هم و چې په چين کې په پښتو ژبه له چيني خبري رسنۍ سره مرکه وکړه.

د مرکې له پای ته رسيدو وروسته ولسمشر کرزي د چين په نوم يو کتاب ومنه چې د چين نړيوالې راډيو د خبريال احمد زلمي له خوا د سوغات په توګه ورته وړاندې شو. دغه کتاب چې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له خوا چاپ شو، د افغانستان او د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو پښتو لوستوالو ته د چين د سياست، اقتصاد، دوديز کتلور او ټولنيز ژوند د ورپېژندلو په باب د پښتو ژبې لومړی کتاب دی. حامد کرزي دې کتاب ته لوړ ارزښت ورکړ او و يې ويل چې دغه کتاب د چين په اړه د ده د پېژندنې لپاره ډېر ګټور دی. هغه د کتاب په سرپاڼه کې يادګاري ليکنه هم وليکه.

د اسيا د متقابلې همکارۍ او باور مجلس د څلورمې دورې سرمشريزه غونډه به د مې له ٢٠مې نېټې څخه تر ٢١مې نېټې پورې د چين په شانګهای ښار کې تر سره شي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د مې په نولسمه نېټه په شانګهای کې د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له خبريال زلمي سره مرکه وکړه.

ولسمشر حامد کرزی د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې له خوا په پښتو ژبه چاپ شوي کتابونه لولي

 

ولسمشر حامد کرزي د کتاب په سرپاڼه کې يادګاري ليکنه وليکه

په عکس کې ولسمشر حامد کرزی، خبريال زلمی او نور دوه تنه چيني کارکوونکي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای