CRI Online

د ايران ولسمشر حسن روحاني به له چين څخه سفر وکړي

cri     (GMT+08:00) 2014-05-19 17:33:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني به د مۍ له شلمې نېټې څخه تر دوه ويشتمې نېټې پورې له چين څخه سفر وکړي او په شانګهای ښار کې به د اسيا د متقابل همکارۍ او اعتماد د تدبير مجلس په څلورمه سرمشريزه غونډه کې ګډون ولري. د ايران کارپوه وويل چين ته د روحاني سفر به د ايران او چين تر منځ د اړيکو د ټينګښت لپاره ګټور وي، دواړه هېوادونه بايد د انرژۍ، اقتصاد او کلتور په شمول برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

دا د تېر کال په اګست مياشت کې روحاني د ايران د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو څخه راپدې خوا چين ته لومړی سفردی. د تهران پوهنتون د نړيوالو اړيکو د پوهنځی مشر سيد محمد مراندي وويل د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ منظمه کتنه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پياوړتيا لپاره ستر اهميت لري. ده وويل

(( د چين د دولت ريس شي جن پينګ به د ايران له ولسمشر سره خبرې اترې وکړي او دا د دواړو مشرانو تر منځ لومړی کتنه نه ده. د مشرانو تر منځ منظم ديالوګ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور د پياوړی کولو او د دواړو خواوو په اړيکو کې د ستونزو د ليری کولو لپاره ګټور وي. له دې څخه به هم ښکاري شي چې د چين او ايران مشران غواړي د سياست، اقتصاد او کلتور په برخو کې زياتې همکاري وکړي. ))

د انرژۍ په برخه کې همکاري د چين او ايران تر منځ په همکاريزو اړيکو کې د پاملرنې وړ ده. ښاغلي مراندي وويل په دې ساحه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري نوره هم نژدې شي. ده وويل

(( فکر کوم چې د انرژۍ په برخه کې د چين او ايران تر منځ همکاري پراخه ده، يو مهم لامل دا دی چې په ايران، روسيه او عراق کې د نفتو او طبيعی ګازو د زيرمې اندازې ډېرې دي. د اسيا په پرمختګ سره دغو انرژيو ته د دې سيمې اړتياوې هم د زياتوالی په حال کې دي. نو د چين لپاره له روسيې او ايران سره د اړيکو ټينګښت ډېر مهم دی. بله خوا د نړيوالو بنديزونو له امله، ايران هم غواړي د چين په شمول له اسيايي هېوادونو سره همکاري پياوړې کړي. ))

په دې وروستيو کلونو کې د کلتور او تعليم په برخو کې د چين او ايران تر منځ همکاري د ژورتيا په حال کې ده. مراندي وويل چين او ايران ډېر هنري ميراثونه لري او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري ستر پټ توان لري. ده وويل

(( باور لرم دواړه هېوادونه د کلتور او فلم په برخو کې پراخه همکاري تر سره کولای شي. نړۍ د پيچلي بدلون په حال کې ده، د کلتور او هنر په برخو کې د وګړيو پاملرنې له لوېديځو هېوادونو څخه د نړۍ نورو سيمو ته انتقال شوې دي. ايران او چين دواړه په دې برخه کې ډېر توليدات برابرولای شي. دواړه هېوادونه بايد يو بل ته لا نور زيات زده کوونکي او محصلين ولېږدوي. د کلتور او تعليم په برخو کې د همکارۍ پياوړتيا به د ټولنې، اقتصاد او سياست په برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ وهڅول شي. ))

مراندي وويل ايران هيله لري چې چين له ايران سره دوستي پرمخبوزي ، څرنګه چې د خپلمنځي تبادلې په زياتېدو سره به يو د بل تفاهم هم پياوړی شي، دغه راز به د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نوره ټينګې شي. ده وويل

(( زما په اند، ايران هيله لري چې چين د دواړو هېوادونو د اړيکو د نور ټينګښت لپاره هڅې وکړي. د دواړو هېوادونو تر منځ د تبادلې او همکارۍ په پياوړتيا سره به په عين وخت کې خپلمنځی بدتفاهم کم شي او دواړه هېوادونه به په ښه توګه يو د بل په ګټو او تګلارو وپېژني چې د خپلمنځيو اړيکو د ټينګښت لپاره به د تېر په پرتله تر ټولو ښه فرصت برابر شي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای